دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 139658
د سنګین ولسوالۍ د سقوط وروسته کوم نظامی تجهیزات طالبانو لاسته ورغلی دی
طالبان د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ د سقوط وروسته د یو اطلاعیی په لړ کی هغه غنایم چی لاسته راوړي وو رسنیزه کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، ددی وروسته چی افغان امنیتی ځواکونه د سنګین ولسوالی پریښوده دا مهمه ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولویده او دا ډله مهم تجهیزات هم لاسته راوړه.
طالبان د یو اطلاعیی په لړ کی مدعی سوی دی چی د سنګین ولسوالۍ مرکز تعمیر ماسیوا، امنیه قوماندانی تعمیر او نظامی مهم قرارګاه(پی آر تی) هم د هغوی لاسته ورغلی دی.
طالبان وایی چی د یومیاشت راهیسی د سنګین ولسوالۍ ددی ډلی تر محاصری لاندی وو او تیره شپه په دی باندی وتوانید دا استراتژیک ولسوالۍ سقوط کړی.
۲۹ زرهی موترونه، یو زرهی تانګ، ۳۴ رینجر موټرونه او نور ډیر سلاح او مهمات دی چی د سنګین ولسوالی د سقوط وروسته طالبان لاسته ورغلی دی.
محلی سرچینو قبول کړی دی چی د افغانستان نظامی ځواکونه د سنګین ولسوالۍ تیره شپه(چهارشنبه، حمل دوهم ) پریښی دی او اوس دا ساحه د طالبانو تر کنترول لاندی دی.
ویل سوی دی چی د نظامیانو بی حده تلفات او همدارنګه پروخت مرسته نه رسیدنه ددی لامل سوی دی چی دافغانستان نظامی ځواکونه د سنګین ولسوالۍ مرکز پریږدی.
د افغانستان ملی دفاع وزارت تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
یو بل امنیتی سرچینه وایی چی ټول نظامی تجهیزات او وسایط د میوند ۲۱۵ قول اردو دوهم لوا ته چی ددی ولسوالی په شکرشیله کی دی، لیږدول سوی دی.
دا سرچینه همدارنګه وویل چی که مرکزی حکومت ونه سی کولای د سنګین ولسوالۍ مرکزی اداره تر کنترول لاندی راولی، امکان لری چی وضعیت د ۲۱۵ قول اردو دوهم لوا په اطرافو کی هم خراب سی.
https://avapress.com/vdchmwnz623nx-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته