کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار پر خواجه‎ بهاوالدین ولسوالۍ برید په شاوتمبول شو

5 حمل 1396 ساعت 10:29

رپوټونه رسوي د پنجشنبې په ورځ طالبانو د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ پر ودانۍ ډله‎ييز برید وکړ او د دغې ولسوالۍ ودانۍ ته یې اور ورته کړ.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د شمال ختیځې حوزې د پولیسو قومندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه‎وال په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویلي چې د ترهګرو یوې ډلې تېره شپه د دغه ولایت د خواجه بهاو‎الدین ولسوالۍ برید کړی او د دغې ولسوالۍ د ودانۍ ځينو برخو ته یې اور ورته کړی او د امنیتي ځواکونو په رسېدو سره طالبان په شا وتمبول شول.
ښاغلي کامه وال زیاته کړه چې په دغه برید کې د دولت درې مخالف وسله‎وال وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپيان شوي دي او همدارنګه په دغه برید کې پنځه تنه سرحدي پولیس هم پټيان شوي دي.


د مطلب کود: 139680

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139680/د-تخار-پر-خواجه-بهاوالدین-ولسوالۍ-برید-په-شاوتمبول-شو

آوا
  https://www.avapress.com