دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 139684
ملي دفاع وزارت د هلمند د سنګین ولسوالۍ سقوط ردکړ
د افغانستان ملي دفاع وزارت د هلمند د سنګین ولسوالۍ سقوط ردکړ. مخکې له دې سیمه ییزو مسوولینو منلې وه، چې سنګین د طالبانو لاس ته لویدلې او دوی له دې ولسوالۍ تکتیکي پرشاتګ کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د پنجشنبې په ورځ سیمه ییزو سرچینو د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبر تائید کړ؛ خو ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری دغه خبر ناسم ګڼي او دا د دښمن د تبلیغاتي جګړې یوه برخه بولي.
پوځي کارپوه زلمی وردګ د دولت او نړیوالو قدرتونو پیچلې لوبه د ولسوالیو د سقوط او لاس په لاس کیدو عامل بولي، چې په وینا یې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې کوي.
هغه زیاتوي، روانه لوبه نړیوالو په سیمه کې د خپل شتون لپاره روانه ساتلې ده.
سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، چې حکومت له سقوط مخکې سنګین ولسوالي اکمال کړې وه.
هغه زیاته وي؛ زما په اند دا د دښمن د وسلوال ساتلو یو نوې بڼه ده.
کابل ښاریان هم د ولسوالیو سقوط یوه معامله ګڼي او وایي، حکومت خپله وسلوالو ته وسلې او تجهیزات ورسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په شپه د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ هم د څو ساعتونو لپاره د طالبانو لاسونو ته ولویده؛ خو دولتي ځواکونو بېرته پر شا وتمبول.
https://avapress.com/vdcg7y9qtak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته