کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي اسحاق جلاد د پاکستان هیواد په کويټې ښار کې وژل شوى دى

6 حمل 1396 ساعت 11:50

د غزني لپاره د وسله والو له خوا نومول شوى د محکمې مسوول(ریس) اسحاق جلاد وژل شول.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، دیاد ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل په دی اړه رسنیوته وویل، چې مولوي اسحاق جلاد د پاکستان هیواد په کويټې ښار کې وژل شوى دى.
هغه زیاتیوی، چې نموړی کس پرون د کويټې په کچلاغ سيمه کې وژل شوى.
امرخېل وایی، چی د جلاد جسد یې تېره شپه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د اوشنون سيمې ته انتقال شوى دى.
ویلکږی، مولوی اسحاق له دې مخکې د زابل او غزنی ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسيون د ریس په توګه هم پاتې شوى.
تر اوسه طالبانو څه ندی ویلی.


د مطلب کود: 139733

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139733/مولوي-اسحاق-جلاد-د-پاکستان-هیواد-په-کويټې-ښار-کې-وژل-شوى-دى

آوا
  https://www.avapress.com