د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت په افغانستان کې د القاعدې ډلې مهم غړي "قاری یاسین" وژل کېدل تائید کړي دي.
پنټاګون وايي چې "قاری یاسین" کابو یوه اوونۍ مخکې پکتیکا ولایت کې د بېپیلوټه الوتکې برید په پایله کې وژل شوی دی.
د امریکايي چارواکو په وینا، د القاعدې ډلې دا وژل شوی غړی پاکستان بلوڅستان ایالت وه.
دا چارواکي زیاتوي چې "قاری یاسین" په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د اسلام آباد پر یوه هوټل او د لاهور په ښار کې د سریلانکا کرکټ لوبغاړو په بریدونو کې هم لاس درلود.
د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټیس وايي چې د "قاری یاسین" وژل کېدل دا ښکاره کوي چې ترهګر د اسلام نوم څخه په ګټې پورته کولو او د بېګناه خلکو په وژنې سره له عدالت څخه تېښته وکړي.