دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 139780
په هندوستان کی د هندو او مسلمان زده کوونکو په منځ کی نښتی
د هند په ګجرات ایالت کی د مسلمان او هندو زده کوونکو ترمنځ په یوه نښته کی، دوه تنه وژل سوی او ۱۴ تنه نور ټپیان سوی
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، د محلی مقاماتو په وینا، دا نښته د لفظی مشاجری وروسته د ځینو هندو او مسلمان زده کوونکی ترمنځ شروع سو او د هندوانو برید د مسلمانانو پر مسکونی واحدونو باندی پای ته ورسید.
په دی نښته کی د مسلمانانو ۳۰ مسکونی واحدونه او ځینی موټرانو ته اور وراچول سوی دی.
امنیتی ځواکونه د اعتراضونو د کنترول لپاره، اوشکی تویونکی ګاز توغولو او هوایی ټکانو باندی اقدام کړی دی.
https://avapress.com/vdcdjn0fzyt0s56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته