کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو او د ملي امنیت رييس بیا د باور رایې واخیستې

8 حمل 1396 ساعت 10:06

د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو او د ملي امنیت رييس له ولسي جرګې څخه بیا د باور رایې واخیستې.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د غونډې په سر کې د جرګې غړي عارف رحماني تندې نیوکې وکړې؛ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رييس یې په دنده کې پاتې وباله.
نوموړي وویل، چې ولې له ګوښه کیدو شرمیږئ؟ په داسې حال کې ، چې په دندو کې پاتې راغلي یاست.
لطیف پدرام په ډاګه کړه؛ د خلکو استازیو ته ځواب ووایئ، چې آیا په رښتیا هم بریالي یاست؟
د پام وړ خبره دا ده، چې د ملي دفاع وزیر اوس هم په سردار داوود خان روغتون د برید په اړه معلومات نلري.
د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبی وايي، چې د روغتونونو د امنیت ساتنه د دوی دنده نه ده او د جرګې غړیو هم د هغه دې خبرې ته لاسونه وپړکول.
د نوموړي په وینا؛ په ۴۰۰ بستریز روغتون کې نظام دی او هلته خپل مسوولین دندې لري.
له دې ټولو سره سره د پېښې تیاره او اصلي اړخ اوس هم نه دی معلوم.
د ملي امنیت رييس محمد معصوم ستانکزی وایي، چې قومي جزیرو په حکومت کې د سخت دریځو لاسوهنو ته زمینه برابره کوې ده.
ولسي جرګې غړو د تمې خلاف دریواړو چارواکو ته د باور رایې ورکړې.


د مطلب کود: 139834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139834/د-کورنیو-چارو-او-دفاع-وزیرانو-ملي-امنیت-رييس-بیا-باور-رایې-واخیستې

آوا
  https://www.avapress.com