دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۰۰
د مطلب کود : 140029
د امريکا پوځ یو ځل بیا روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه
د امریکا د ملي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال حوزف ووټل یو ځل بیا یې روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه او وې ویل چې ښايي روسیه له طالبانو څخه په ملاتړ هڅه کوي چې په افغانستان کې نفوذ لرونکی لوری وي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دغه امریکايي جنرال همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د امریکا جګړه بندون ته رسېدلې،خو په ټول کې اوضاع د افغان حکومت په ګټه دی او دغه بندون د افغان دولت له ځواکونو سره د واشنګټن له مرستې سره به مات شي.
د امریکا د ملي پوځ مرکزي قومندان د دغه هېواد د ولسي جرګې د وسله‎‎ییزو چارو کمېټې غړي یې د افغانستان د جګړې په ګډون د نړۍ د اوضاع په اړه خبر کړل.
جنرال جوزف ووټل څرګنده کړه:«موږ اوس‎مهال له بندون سره مخ یوو. خو فکر کوم چې په ټول کې اوضاع د افغان حکومت په ګټه دی او هیله کېږي چې دا بندون د وخت په تېرېدو سره مات شي، له همدې امله له افغانستانه به زموږ ملاتړ دوام وکړي. موږ په افغانستان کې دوه مأموریتونه لرو. لومړی د ترهګرۍ ضد مأموریت چې ډېر ښه په مخ ځي او بل روزنیز مأموریت دی.»
د امریکا د ولسي جرګې د وسله‎ییزو چارو کمېټې رییس مک تورنبري په دې اړه وویل:«موږ هېڅ یو باید هغه مهمه جګړه چې د ترهګرو په امن پټنځای د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي لپاره ده له یاده ونه باسو.»
په همدې حال کې د امریکا د کانګرس یوتن غړي براډي له طالبانو د روسې د ملاتړ په اړه له دغه جنرال څخه وپوښتل« غواړم د افغانستان په اړه دا پوښتنه وکړم چې روسان څه ډول طالبانو ته مرسته رسوي او د دې مرستې موخه څه ده.»
جنرال جوزف ووټل په ځواب کې وویل:«امکان لري روسیه له طالبانو په بېلابېل ډول له هغې ډلې د وسلو په برابرولو او نورو برخو کې مرسته وکړي. زه باور لرم چې روسیه غواړي له طالبانو په ملاتړ سره په نړۍ کې د دې جګړې بانفوذه برخه شي.»
خو روسیې طالبانو ته د مرستو ورکول رد کړي دي او یوازې ویلي چې له دې ډلې سره ځکه اړیکه لري ترڅو له افغان حکومت سره د خبرو ترسره کولو ته غاړه کېږدي.
https://avapress.com/vdcb5gb89rhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته