دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۳:۰۲
د مطلب کود : 140051
د زابل په شملزي ولسوالۍ کې د طالبانو له‎خوا د ګمرک جوړېدل
د باروړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي ادعا کوي چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د زابل شملزیو ولسوالۍ ته په راتک سره طالبان هغوی ته د ګمرکي پاڼو په ورکړې سره له هغوی څخه پيسې اخلي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، یو شمېر موټر چلوونکي ادعا کوي کله چې له پاکستانه توکي واردوي اړ دي چې د شملزيو په سور ځنګل سیمه کې له اتو تر ۱۵ زرو کلدارو د ګمرک په نوم طالبانو ته ورکړي.
د بار وړونکي موټر چلوونکی رحیم الله وویل:«هلته سم ځای لري پنډعالي لري،هغوی تل هلته وي،نه څه ویلای شو او نه غږ پورته کولای شو.»
د بار وړونکي موټر بل چلوونکي عبدالشکور هم وویل:«نه طالب زور لرو او نه هم د دولت،زموږ د لارې پر سر درېږي او وايي چې پیسې راکړه،دغه یې پاڼې دي چې موږ ته یې راکړي دي.»
دا موټر چلوونکي وايي چې د شملزيو ولسوالۍ څخه د قلات تر ښاره سرحدي پولیس او سیمه‎يیز پولیس هم په زور له موټر چلوږنکو پیسې اخلي.
اخوا د زابل ولایتي شورا وايي چې طالبان د شملزيو په سرحدي ولسوالۍ کې هره میاشت له درې زرو موټرو د ګمرک په نوم پیسې اخلي.
د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ څرګنده کړه:«په هغو سیمو کې چې دولت واکمني نه‎لري ،طالبانو هلته ګمرک جوړ کړی،له هر موټر څخه ۱۵ زره کلدارې اخلي.»
د شملزيو ولسوالۍ د زابل تر ټولو نا امنه ولسوالۍ بلل کېږي چې له پاکستان سره ۶۴ کیلو متره ګډه پوله لري، سیمه‎يیز چارواکي مني چې د دغې ولسوالۍ د ۳۴ کیلو متره پولې اداره د دولتي ځواکونو په لاس کې او ۳۰ کیلو متره نوره د طالبانو تر کنترول لاندې ده.
https://avapress.com/vdcgnz9qqak9tz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته