دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 140132
د افغانستان کانونه د اقتصادي ودې لپاره کارول شوي نه دي
د ولسمشر دوه یم مرستیال مني، چې افغانستان له هیڅ کان څخه د اقتصادي ودې لپاره سمه استفاده نه ده کړې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د افغانستان کانونه ارزښتناکه سرچینې ګڼي او وایي، د اقتصاد په ډګر کې د ځان بسیاینې لپاره ښې سرچینې لرو؛ خو حکومت نه دی توانیدلی، چې له دې سترې پانګې ګټه پورته کړي.
د نوموړي په وینا؛ کانونه د هېواد ملي شتمني ده. زیاترو مواردو کې د هېواد کانونه د ډاراچوونکیو، مافیایي کړیو او سیمه ییزو زورواکانو لخوا د جنګي ماشین د چالان ساتلو لپاره لوټ کیږي.
د کانونو او پترولیم وزارت نوې سرپرسته نرګس نهان ډاډ ورکوي، چې د کانونو د سمې کارونې لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې هېواد پر ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د کانونو او پترولیم وزارت نوې سرپرسته آغلې نهان به ولسي جرګې ته د باور رای د اخیستو لپاره وروپېژندل شي؛ خو د هغې په وړاندې ستره ننګونه د کانونو د لوټ او تالان مافیاوې دي، چې هره ورځ میلیونونه افغانۍ په دې توګه د غلو جیبونو ته ځي.
https://avapress.com/vdcgwz9qxak9tq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته