دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 140150
د ځینو حلقاتو په واسطه د دیورند خط په رسمیت پیژندل حماقت او د ناپوهی څخه دی
د سنا مجلس رئیس وایی: د ځینو حلقاتو له لوری د دیورند خط په رسمیت پیژندل حماقت او ناپوهی بلل کیږی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، فضل هادی مسلمیار، د سنا مجلس رئیس د مجلس په ننۍ ناسته کی وویل: د دیورند خط پوری مربوطه ساحی د افغانستان خاوری څخه دی او یواځی ملت په دی اړه تصمیم نیولی سی.
د هغه په وینا، ځینی د خپل ځان د شهرت لپاره او یا هم د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو لپاره د دیورند خط د رسمیت پیژندلو لپاره خوش خدمتی کوی.
عبدالطیف پدرام، د نمایندګانو مجلس غړی او د ملی کنګری ګوند مشر تیره ورځ په یو خبری ناسته کی په کابل کی اعلان کړ چی د دیورند خط د افغانستان او پاکستان په منځ کی په رسمیت پیژنی او دا موضوع خاتمه پیدا کړی دی.
ښاغلی پدرام زیاته کړه چی دیورند د افغانستان او پاکستان ترمنځ بین المللی او رسمی مرز دی او د دیورند په اړه هر ډول غږ داخلی لګښت لری.
د ښاغلی پدرام دا اظهارات د سنا مجلس د ځینو غړو سخت عکس العمل د ځانه سره درلودي. زلمی زابلی، د سنا مجلس غړی د ننۍ په ناسته کی وویل چی پدرام د بیان آزادی څخه په ګټه اخیستنی سره، په شکاره ډول سره پاکستان ته جاسوسی او خلګو سره خیانت کوی.
له بل لوری ځینی سناتوران د حکومت څخه غواړی چی د ملی کنګری فعالیت بند کړی ځکه دهغوی په وینا، د ملی کنګری ګوند هروخت د ملی منافعو پرضد موضع ګیری کوی.
د دیورند خط د رسمیت پیژندلو او نه پیژندلو پر سر جنجالونه هغه وخت پورته سو چی د پاکستان ځینی رسنۍ ځینی ګزارشونه خپره کړه چی ګویا عبدالله عبدالله د هیواد اجرائی رییس د دیورند مرز د افغانستان او پاکستان په منځ کی په رسمیت پیژندلی دی.
خو دا خبری د اجرایی رییس له خوا رد سو.
د دیورند مرز د امیر عبدالرحمن خطان د حکمرانی په وخت کی په افغانستان کی، د یو معاهدی په لړ کی د هند سره چی د بریتانیا تر استعمار لاندی وو وټاکل سو؛ خو د پاکستان هیواد په منځته راتګ سره، د افغانستان هغه وخت حکومت، دا خط په رسمیت ونه پیژندل او تراوسه ددواړو هیوادونو په منځ کی ددی خط پر سر اختلافات شتون لری چی ځینی وختونو کی د دواړوهیوادونو په منځ کی جدی مشکلاتو لامل ګرځی.
https://avapress.com/vdcgnz9qzak9tq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته