دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 140152
د طالبانو سیمه ایز قوماندان هلاکت د بادغیس په ولایت کی
سیمه ایز مقامات د بادغیس په ولایت کی وایی: ددی ولایت د آب کمری په ولسوالی کی د طالبانو او امنیتی ځواکونو د نښتی په نتیجه کی، د طالبانو یو قوماندان وژل سوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، ظاهر بهاند د بادغیس والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس و خبرنګارانو ته وویل: تیره شپه د طالبانو ځواکونه د ملی پولیسو په پوستو باندی برید کړی او د امنیتی ځواکونو سره نښتی دی.
هغه زیاته کړه: ددی نښتی په نتیجه ی د مبارک شاه په سیمه کی چی په آب کمری ولسوالی کی دی، زین الدین د طالبانو یو قوماندان او ددی ډلی یو بل غړی وژل سوی دی.
بهاند همدارنګه وویل: دا نښته د ۱۰ بجو څخه شروع او د سهار تر ۴ بجو پوری ادامه پیدا کړه.
هغه وویل چی په دی ۶ ساعتو نښتو کی، امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
بادغیس د هیواد د لویدیځی هیوادونو څخه دی او طالبان هر وخت په هغه ولایت کی د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی بریدونو باندی لاس پوری کوی.
https://avapress.com/vdciwuazrt1a5z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته