دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 140156
د پکتیکا د ملي امنیت پر مرستیال وسلوال برید شوی
د پکتیکا د ملي امنیت مرستیال د دغه ولایت د بند سردې په اړوند سیمه کې د دولت د وسلوالو مخالفینو تر برید لاندې راغلی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، یوې سرچینې، چې د نوم له ښودلویې ډډه کړې؛ خو وایي، نن غرمه وسلوالو مخالفینو د پکتیکا ولایت په بند سرده سیمه کې د دغه ولایت د ملي امنیت پر مرستیال برید کړی، چې له خپلو ۶ ساتونکیو سره وژل شوی دی.
سرچینه په ډاګه کوي، چې برید کوونکیو په دې برید کې د ملي اردو لباس کارولی دی.
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي یوازې د دغه برید پخلی کوي او وایي، چې د دغه ولایت د ملي امنیت مرستیال دې سیمې ته د عملیاتو د تر سره کولو لپاره تلی؛ خو د هغه وژل کیدل نه تائیدوي.
https://avapress.com/vdccpxqse2bq0s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته