دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 140158
افغان چارواکي د مسکو په امنیتي غونډه کې ګډون کوي
د ولسمشرۍ سرپرست ویاند وايي، چې کابل د مسکو په غونډه کې ګډون ته تیار دی او هیڅ هېواد نه شي کولی د افغانستان له حضور پرته د دغه هېواد په اړه پرېکړه وکړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي وایي، چې افغان حکومت دې ناستې ته یو پلاوی لیږي.
مرتضوي زیاتوي؛ له ترهګرۍ د ماتې لپاره باید د سیمې او نړۍ هېوادونه متحد شي.
دغه راز نوموړی وایي، چې د افغانستان حکومت د کډوالو له راتګه ملاتړ کوي.
هغه دا هم نه مني، چې ګواکي افغانستان له کوم اروپايي هېواد سره داسې تړون لاسلیک کړی وي، چې له مخې یې هغه هېواد افغان کډوال په زور ایستلو ته اړباسي.
له افغانستان څخه په دوه زره پېنځلسم کال کې کابو دوه سوه زره افغانان له هېواده ووتل، چې زیاتره یې اروپايي هېوادونو ته ولاړل.
https://avapress.com/vdcen78zvjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته