دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 140160
محمد اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس شو
د ولسمشر د دفتر ویاند وایي، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار ډاکتر اکرم خپلواک د سولې د عالي شورا د دارالانشا د ريیس په توګه ټاکل شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي د دغې څرګندونې د منلو تر څنګ ویلي، چې د خپلواک له راتګ سره به د سولې عالی شورا ظرفیتونه بشپړ او د سولې په رامنځته کولو کې به یې اغېز هم ډېر شي.
ځینو سرچینو له دې مخکې ویلي وه، چې حکومت به د سولې عالي شورا پر جوړښت او د کارونو پر څرنګوالي یوه ناسته تر سره کوي؛ ځکه، چې ولسمشر غني د سولې شورا له کړنو خوښ نه دی او مرستندوی هېوادونه هم د دې شورا د بودجې له تمویل ډډه کوي.
د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي دا ټينګار هم کړی، چې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې ټول مواد به په راتلونکیو پېنځلس ورځو کې پلي کړي؛ خو له حزب څخه هم غواړي، چې کابل ته د خبل رهبر د راتګ مهالوېش اعلان کړي.
سیاسي کارپوه فیض الله جلال وایي، د سولې عالي شورا له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره اووه کاله پخوا رامنځته شوه، چې پر کړنو یې ډېرې نیوکې شته دي.
د سولې عالي شورا د سولې خبرو ته د میکانیزم جوړولو لپاره په ۱۳۸۹ کال کې جوړه شوې ده.
ویل کیږي، چې اکرم خپلواک به د سولې عالي شورا د دارالانشاه د ریاست تر څنګ په سیاسي چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه هم خپله پخوانۍ دنده تر سره کوي.
https://avapress.com/vdch-vnzv23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته