کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا ولایت کې له یو ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

د صدای افغان غژ آژانس , 15 حمل 1396 ساعت 15:32


د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو حقاني ترهګرې شبکې ته اړوند ترهګر یاسین د محمد نعیم زوی چې هوډ یې درلود د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ ځانمرګی برید وکړي له پېژندو وروسته له منځه وړی.
در صدای افغان غ آژآنس، نوموړی د ملا کاسو په نامه د حقاني ترهګرې شبکې د یو تن قوماندان په لارښوونه د ډېورنډ فرضي کرښې هاخوا ځانمرګي برید ته چمتو شوی وو چې له پېژندو وروسته د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار په اړونده برخه کې ووژل شو.


د مطلب کود: 140277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140277/په-پکتیکا-ولایت-کې-له-یو-ځانمرګي-برید-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com