د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
په دې لیدنه کې دواړو خواو د دواړو هېوادونو پرمختګونو، اقتصادي همکاریو، له ترهګرۍ سره مبارزې، د ښځو او ماشومانو د حقونو تامین په اړه خبرې اترې کړې دي.
آغلي ټرنبل په دې لیدنه کې ویلي دي چې هېواد به یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان نړیوال سټراتیژیک همکار په توګه پاتې شي.
په همدې حال کې ولسمشر غني د آسټرالیا له مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ زیاته کړې ده:"ترهګري د سیمې او نړۍ لپاره منځمهال ګواښ بلل کېږي او منځه وړو لپاره یې اړینه ده چې ټول هېوادونه سره په ګډه هڅه وکړي."
نوموړيې وړاندې ویلي:"د سیمې هېوادونه د ترهګرۍ مخې ډب کولو لپاره خپل ټول امکانات په ګډه سره کاروي او د یوې ګډې او روښانه کړنلارې له مخې په سیمه کې د ترهګرۍ له منځه لپاره هڅې وشي."
ولسمشر وړاندې ویلي دي چې د افغانستان حکومت د قانون پلې کېدو، بیان آزادیو، د ښځو او ماشومانود حقونو خوندیتوب، پوهنې، له اداري فساد سره مبارزې او نورو برخو کې لاسته راوړنې لری.
په همدې حال کې دواړو خواو د بروکسل ناستې ژمنو پر اساس په پراختیايي برخو کې د ۳۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې د څلورو کلونو لپاره لاسلیک کړي دي.
دې هوکړو کې ساینسي او تخنیکي هوکړې هم شاملې دي.