دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 140304
ترهګر او د هغو ملاتړي په پرلپسې توګه هڅه کوي، چې افغانستان او سیمه نا امنه او زموږ اړیکې له مهمو متحدینو سره خړې پړې کړي

د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د سه شنبه پر ورځ، په افغانستان کې د وروستیو خونړیو ترهګریزو پېښو په اړه، د متحدو عربي اماراتو شاهي دولت د ملي امنیت سلاکار، شیخ طحنون بن زاید آل نهیان، د خواخوږۍ د پیغام په ځواب کې ویلي، چې د متحدو عربي اماراتو شاهي دولت، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه، کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مهم متحد دی. 

 د صدای افغان خبری آژانس، د ښاغلي اتمر په ځوابیه پیغام کې راغلي، چې ترهګر او د هغو ملاتړي په پرلپسې توګه هڅه کوي، چې افغانستان او سیمه نا امنه او زموږ اړیکې له مهمو متحدینو سره خړې پړې کړي.

د ملي امنیت سلاکار دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان او متحد عربي امارات، د سیمې د ټولو ګواښونو په ژور درک سره، د ترهګرو ځپل د دواړو هېوادونو د ملي امنیت ستر لومړیتوب بولي او دې مشترکې مبارزې ته په لا ډېر قوت او موثریت سره دوام ورکوي.

په پیغام کې وړاندې ویل شوي دي: " موږ پوره ډاډ لرو، چې د خپلو ستراتیژیکو متحدانو په ځانګړي توګه د دوست او ورور هېواد عربي متحده اماراتو د نیږدې او ګډو همکاریو په ترڅ کې د ترهګرو شوم او انسان دښمنه موخې محوه کړو"

د ملي امنیت سلاکار د پیغام په پای کې، د افغانستان او متحدو عربي اماراتو پر تلپاتې دوستۍ د بیا ټینګار تر څنګ، د افغانستان او متحدو عربي اماراتو ملتونو ته د سوکالۍ او ارامۍ هیله کړې ده

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvvnzk23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته