کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهو رئیس غني له استرالیا څخه پلازمېنې جاکارتا ته ورسېد

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 حمل 1396 ساعت 10:37


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه له استرالیا څخه د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته ورسېد. 

 د صدای افغان خبری آژانس، جمهور رئیس غني ته د اندونیزیا مېلمه پال وزیر، د جاکارتا والي، د ښار د پولیسو قوماندان، د جاکارتا ښار نظامي قوماندان، د اندونیزیا د جمهور رئیس امنیتي سکرتر، د حلیم نظامي هوایي ډګر قوماندان، په کابل کې د اندونیزیا سفیر، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیرې او یو شمېر افغان ډيپلوماتو په پردناکوسوما حلیم بین المللي هوایي ډګر کې ښه راغلاست ووایه .

د هېواد جمهور رئیس به د دغه سفر په جریان کې د اندونیزیا جمهور رئیس، دجمهور رئیس مرستیال، د مشرانو جرګې رئیس، یو شمېر اندونیزیایي تاجرانو او استقلال جومات څخه د لیدنې پرمهال د اسلامي مرکزونو مشرانو سره په جلا کتنو کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او هر اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړي.

په پام کې ده، چې د جمهور رئیس غني او د اندونیزیا د جمهور رئیس په حضور کې به د دواړو هېوادونو مقامات د معارف، کرنې، احصایې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ساینس، ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخو کې د همکارۍ موافقتنامې هم لاسلیک کړي.


د مطلب کود: 140313

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140313/جمهو-رئیس-غني-له-استرالیا-څخه-پلازمېنې-جاکارتا-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com