د فوټبال فدراسیون ریاست ته نوماند هارون پوپل، د فوټبال فدراسيون اوسني چارواکو په بې کفايتي متهم او ټینګار وکړ چی د فوټبال فدراسیون ستونزو د هواري لار شفافې ټاکنې دي.
ښاغلي پوپل، نن (چهارشنبی) په یو مطبوعاتی کنفرانس کی وویل چی فوتبال فدارسیون دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی چې یوازنۍ حل لارهې شفافې ټاکنې دي چې باید پر وخت ترسره شي.
نوموړی زیاته کر چې د افغانستان فوټبال فدراسیون کې اساسي بدلونونو ته اړتیا لیدل کیږي او دغه فدراسیون تر اوسه يوه معیاري اکاډمي هم نهلري.
ښاغلی پوپل وايي په فوټبال فدراسیون کې يې د اساسي بدلونونو لپاره داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي چې په عملي کیدو سره بهیې په دغه فدراسیون کې مثبت بدلونونه راشي.
ټاکل شوې وو چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون انتخابات د راتلونکي کال د حمل پر ۱۶ نېټه تر سره شي، خو په ځينې لاملونه د فوتبال فدراسیون ټاکنو ځنډ ته مواجه شو.
پوپل ټینګار وکړ: موږ له حکومت او د فوټبال نړیوال فدراسیون –فیفا- څخه غواړو چی یو عادلانه او رڼو ټاکنو تر سره کری.
په ورته وخت کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلی پخوانی بهرنی روزنکی وایي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون لهخوا د ځینو فشارونو له کبله اړ شو چې له دې هېواده ووځي.
ښاغلي پیټرشګرټ هم چی په دغه مطبوعاتی کنفرانس کی ګډون درلود وویل چې د فوټبال له ملي لوبډلې سره تاجکستان ته روان و چې د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو لهخوا ورڅخه پاسپورټ، پیسې او نور وسایل واخېستل شول او د تګ اجازه ورنهکړل شوه.
نوموړی زیاته کر دده د روزنې پر مهال افغان لوبډلې ډېرې لاسته راوړنې درلودې چې سنګاپور، بنګلهدیش او مالدیف ته ماتې ورکول یې د یادولو وړ دي.
پیټرشګرټ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اکټوبر په ۳۱ مه نېټه د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزنې دنده پر غاړه واخېسته.