د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) د خبرله مخی، حقانی تروریسته ډله قصد درلودی چی په کابل کی یو غیری دولتی تاسیسات تر هدف لاندی ونیسی چی دا برنامه د ملی امنیت د عمومی ریاست د موظفینو له خوا کشف سو.
د ملی امنیت په یوه خبری بیانیه کی راغلی دی چی ددی برنامی د خنثی کولو په هدف او د کابل ده سبز ولسوالی کی د عملیات په موقع، د محمد قاسم په نامه یو کس کور څخه چی د عبدالمالک زوی دی او حقانی شبکی پوری مربوط دی، یو انتحاری واسکت، ۲۱ کیلو ګرامه چاودیدونکی توکی، ۱۵ دستی بومونه او یو اندازه تخنیکی وسایل د چاودیدونکی برید لپاره، د موتر د دوو جعلی نمبر پلیتونو سره، لاس ته راغلی دی.
دا په داسی حال کده چی تیره ورځ هم یو انتحاری کوونکی د شرنه په ښار کی چی د پکتیکا ولایت مرکز دی د ملی امنیت ځواکونو له خوا کشف سوی او د پښو څخه وغورځول سو.