خوښ ديک ۰

په خوست کې له نږدې ۵۰۰۰ زره داوطلبانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

په خوست کې له ۴۹۶۴ کسانو څخه د کانکور آزموینه پیل شوه، چې دوه ورځې به روانه وي.
په خوست کې له نږدې ۵۰۰۰ زره داوطلبانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، سږ کال په بي ساري توګه ۳۱۶ نجونو هم د شیخ زاید پوهنتون په کانکور آزموینه کې ګډون کړی دی.
د نوموړي په وینا؛ سږ کال به په دې پوهنتون کې ۲۵۰۰ نوې محصلین جذب شي.
د آزموینې د سوالونو بکسې د غونډو په تالار کې خلاصې شوي او د کانکور آزموینې له بهیر څخه د لیدنې لپاره هیڅ چارواکي او خبریال ته د داخلیدو اجازه ورنه کړشوه.
د کانکور کمیتې مشر پوهاند عبدالاحد مسلم ویلي، چې دا د ولسمشر حکم دی او د آزموینې ټول ګډونوال بایمیتریک شوي دي.
هغه هیله من دي، چې په پوره شفافیت سره به د کانکور ازموینه بشپړه شي.
د کانکور ګډونوال وايي، د آزموینې بهیر دومره پېچلی شوی، چې تکړه له زیرکو او زدکوونکیو پرته څوګ پوهنتون ته لار نشي موندلی.
کتوونکي په دې باور دي؛ په اکادمیکو مرکزونو کې شفافیت او کیفیت ته پاملرنه دا هیله ډېروي، چې له دې وروسته به له پوهنتونو فارغیدونکي ځوانان ښې وړتیاوې ولري .
جمعه ۱۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود: 140458 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *