دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 140458
په خوست کې له نږدې ۵۰۰۰ زره داوطلبانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه
په خوست کې له ۴۹۶۴ کسانو څخه د کانکور آزموینه پیل شوه، چې دوه ورځې به روانه وي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، سږ کال په بي ساري توګه ۳۱۶ نجونو هم د شیخ زاید پوهنتون په کانکور آزموینه کې ګډون کړی دی.
د نوموړي په وینا؛ سږ کال به په دې پوهنتون کې ۲۵۰۰ نوې محصلین جذب شي.
د آزموینې د سوالونو بکسې د غونډو په تالار کې خلاصې شوي او د کانکور آزموینې له بهیر څخه د لیدنې لپاره هیڅ چارواکي او خبریال ته د داخلیدو اجازه ورنه کړشوه.
د کانکور کمیتې مشر پوهاند عبدالاحد مسلم ویلي، چې دا د ولسمشر حکم دی او د آزموینې ټول ګډونوال بایمیتریک شوي دي.
هغه هیله من دي، چې په پوره شفافیت سره به د کانکور ازموینه بشپړه شي.
د کانکور ګډونوال وايي، د آزموینې بهیر دومره پېچلی شوی، چې تکړه له زیرکو او زدکوونکیو پرته څوګ پوهنتون ته لار نشي موندلی.
کتوونکي په دې باور دي؛ په اکادمیکو مرکزونو کې شفافیت او کیفیت ته پاملرنه دا هیله ډېروي، چې له دې وروسته به له پوهنتونو فارغیدونکي ځوانان ښې وړتیاوې ولري .
https://avapress.com/vdchmvnz623nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته