دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 140498
جمهور رئیس غني د استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور له سفر څخه کابل ته راستون شوی

د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته تللی وو، نن سهار وختي بېرته خپل وطن ته راستون شو.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)د ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني د دغه سفر په ترڅ کې د استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور له چارواکو او سوداګرو سره په جلاکتنو کې د دوه اړخیزه اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه بحث او خبرې کړي دي او د دغو هېوادونو او افغانستان تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو یو شمیرموافقتنامې لاسلیک شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني دغو دریو هیوادونو ته د خپل سفرپه وروستي پړاو کې سنګاپور ته تللی وو او هلته یې تیره ورځ ماسپښین په خپل استوګن‌ځای کې د مخابراتو، صحت، د برېښنا د تولید، لوژستیک، بانکدارۍ او کرنې د برخو سوداګرو سره په کتنه کې د سوداګرۍ د ودې او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني سوداګرو ته په وینا کې وویل، د افغانستان د جنګ او فرصتونو له دوه تصویرونو څخه یوازې د جنګ تصویر نورو ته ښودل شوی دی، خو موږ به کوښښ وکړو چې د نړیوالو پام د جنګ پر ځای د افغانستان فرصتونو ته راواړو.

جمهور رئیس غني وویل چې د افغانستان حکومت به ملي او بهرنیو سوداګرو ته داسې اسانتیاوې رامنځته کړي چې له امله یې د افغانستان او سیمې سوداګري وده وکړي.

محمد اشرف غني وویل، د کورني کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو زیاتوالی او له واردونکي څخه په صادرونکي هېواد د افغانستان بدلول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي په دې برخه کې د سوداګرو، پانګوالو او خصوصي سکتور ونډه مهمه وبلله.

سنګاپوري سوداګرو او پانګوالو له جمهور رئیسغني څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې او پانګونې د شته فرصتونو په اړه یې دوی ته نوي معلومات او له هیلو ډک تصویر وړاندې کړ.

هغوی وویل، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو څخه د ګټه اخیستنې په موخه به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د برخې مسوولینو سره د اړیکو او بحثونو له لارې د سوداګرۍ او پانګونې په عملي لارو چارو وغږېږي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني خپل هیواد ته له راستنېدو دمخه پرون ماښام د سنګاپور ملي پوهنتون کې د سنګاپوري ډيپلوماتانو، پروفیسورانو او د پوهنتون محصلینو ته په افغانستان کې د شته تهدیدونو او فرصتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني تروریزم، نشه یي توکي او اداري فساد د عمده تهدیدونو په توګه یاد کړل.

هغه وویل تروریزم او نشه یي توکي یوازې د افغانستان نه، بلکې نړیوالې معضلې او پدیدې دي، ځکه خطر یې ټولې سیمې او د نړۍ هېوادونو ته متوجه دی.

د سنګاپور د ملي پوهنتون رئیس ایدي لي جمهور رئیس غني ته د یاد پوهنتون نښان لرونکی جاکټ د ډالۍ په توګه ورکړ.

له دې مخکې جمهور رئيس غني استرالیا او اندونیزیا ته تللی وو او د هغه هیوادونو له مشرانو سره یې په اقتصادي، کرنیزو، اداري اصلاحاتو، له فساد سره مبارزې، پوهنې او لوړو زدکړو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر سر خبرې کړې وې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9gb8wrhbaap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته