دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 140514
په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې پروګرام یو کال نور هم وغزیده
د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت وايي، په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې پروګرام يي د نړیوالې ټولنې په مرسته د یوه بل کال لپاره هم وغځاوه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، دغه پروګرام د دې لپاره د یوه بل کال لپاره وغزیده، چې پایله یې مثبته وه.
د نوموړي په وینا؛ دې پروګرام ته آلمان شل میلیون یورو او د حکومت له بودجې ۲۵ میلیون دالر ځانګړي شوي دي.
هغه زیاتوي، تېر کال د هېواد په کچه ۱۲ زره پروژې پلي شوي او۶۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وهاو په روان کال کې به هم د دې پروګرام په اډانه کې لسګونه زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه له دې پروګرام ملاتړ کوي او وایي، د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د پروژو د پلي کیدو تر څنګ کلیوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی اعتبارخان ځدراڼ وایي، د کلیو او پراختیا وزارت د کارموندنې ملي پروګرام له اقتصادي پلوه ډېر مهم دی. باید روان وساتل شي، چې هم خلکو ته د کار زمینه برابره او هم اقتصادي پروژې ترسره شي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې تر اوسه پورې د دغه پروګرام د پلي کولو لپاره نږدې پنځوس میلیون دالربرابر شوي او هیله ده، چې له دې پروګرامه به نور مرستندویه هېوادونه هم ملاتړ وکړي.
https://avapress.com/vdca6wn6y49nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته