دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 140518
امریکا افغانستان ته ۱۵۰۰نور سرتیري رالیږي
د امریکا متحده ایالاتونو پوځ اعلان کړی دی چې افغانستان ته به د روان زیږدیز کال وروستیو پورې۱۵۰۰ امریکایي سرتېري راوليږي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، امریکایي سرتېري په افغانستان کې دوه ډلې دي، یوه هغه ډله ده چې د ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنې ورکوي او بله ډله بیا د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو پروړاندې عملیات کوي.
مخکې له دې هم د ناټو چارواکو ویلي وه چې په فراه ولایت کې به د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه فراه کې د ناټو ۲۰۰ سرتېري ځای پر ځای شي.
دې چارواکو زیاته کړې وه چې دا سرتېري به ایټالیایي وي.
ناټو په داسې حال کې په فراه ولایت کې د سرتېرو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو هلمند کې له ۳۰۰ سرتېرو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې پای‎ته ورساوه.
https://avapress.com/vdcez78zvjh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته