دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 140566
ننګرهار کې امریکایي سرتیری له داعشیانو سره په نښته کې وژل شوی

افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې یوه امریکایي سرتیری له داعش وسله والو سره په نښته کې وژل شوی.

د صدای افغان خبری آژانس، په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو اعلان کړی، چې دغه سرتیری د شنبې په ورځ نا وخته له داعشیانو سره په جګړه کې سخت ټپي شوی و.

له دې وړاندې هم د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښا کې درې امریکایي سرتیري د یوه چاودنه په ترڅ کې ټپي شوي وه.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه په ننګرهار ولایت کې د داعش پر خلاف په عملیاتو بوخت افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

سیمه ییز چارواکي وایي، د حمزه په نوم عملیات د ګډو امنیتي ځواکونو له لورې په ننګرهار کې د داعش ځپلو په موخه پیل شوي دي،چې تر دا مهاله یې تر لسګونو زیات کلي د داعش له شتون څخه پاک کړي دي .

https://avapress.com/vdch-vnz-23nkmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته