دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 140586
د سوریې پر هوایي ډګر د توغندیو لګیدو نړیوال غبرګونونه را پارولي
د چین له ولسمشر سره د شپې ډوډۍ له خوړلو مخکې دونالد ترمپ د سوریې پر هوایی اډې د توغندیو د توغولوامر وکړ. کله، چې د چین او امریکا ولسمشرانو ډوډۍ خوړله؛ توغندي د الشعیرات پر هوایي ډګر ولګېدل، چې بېلابېل نړیوال غبرګونونه یې را پارولي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازی میتو ریکرافت وایي؛ روسیې اسد ته هر هغه څه ورکړل، چې په خیال کې یې ول. روسیې له دې بې قید او شرط ملاتړه څه تر لاسه کړل؟ اسد له اوربند څخه د پیروي لپاره د روسیې غوښتنه له پامه وغورځوله.
د پنجشبې ورځې دغه برید د ترمپ د سلاکارانو؛ د ملي امنیت سلاکار او دفاع وزیر له درې غوراویو یو و، چې باید پر ملکي سوري وګړیو د اسد رژیم د کیمیاوي وسلو برید ته غبرګون وښودل شي.
د امریکا دوه جنګي بېړیو نهه پنځوس توغندي وتوغول او د الشعیرات اډه یې په نښه کړه، چې د واشنګټن په وینا، سوري الوتکي له دې ځایه پورته شوې وې او پر خان شیخون سیمه یې بمبارد کړې و.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي خبرداری ورکړی، چې که د سوري رژیم بیا هم د کیمیاوي وسلو پر مټ برید وکړې؛ امریکا به بیا هم ورته ګام اخلي.
د نوموړې په وینا؛ هر ځل، چې اسد د نجابت له انساني کرښې تېر شوی، روسیه یې تر څنګ دریدلې. روسیې داسې وښوده، چې سوریې ټولې کیمیاوي وسلې له منځه وړي، خو په واقعیت کې داسې نه دي شوي.
دې برید د واشنګتن او مسکو تر منځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي او د روسیې لومړي وزیر د امریکا دا برید له روسي پوځ سره له نښتې یو ګام لیرې اقدام ګڼلی دی.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې ویلي چې د امریکا دغه حمله د سیمې او نړۍ په ثبات ناوړه اغیز پریږدي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی ولادیمیر سفرونکوف وایي، واشنګتن له دې مخکې د دې پوځي برید پرېکړه کړې وه. کله، چې د امنیت شورا غړیو ودانۍ پریښې وه. مونږ له امریکا غواړو، چې ژر خپل یرغل ته پای ورکړي او له ترهګریزو ګواښونو سره مبارزه وکړي.
د ایران ولسمشر، چې هېواد یې د اسد ملاتړی دی؛ دغه برید ویجاړونکې، سیمې او نړۍ ته خطر بللې دی.
د سوري رژیم د تېرې اوونۍ د کیمیاوي وسلو په برید کې د شل ماشومانو په ګډون اویا تنه وژل شوي وه؛ خو د سوریې دولت وایي، چې دغه برید یې نه دی کړی.
ویل کیږي، چې د امریکا په توغندیزو بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي او شل الوتکې ویجاړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا شونینگ تېره ورځ په ډاګه کړې، چې د چین جمهوریت په نړیوالو مناسباتو کې تل د پوځي ځواک له کارولو سره مخالفت کړی او په همدې خاطر له ښکېلو خواوو غواړي، چې د خبرو لار غوره کړي.
https://avapress.com/vdcjoyevmuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته