کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کی د یو تروریستی برید څخه مخنیوی

21 حمل 1396 ساعت 10:07

د داخلی وزارت د تروریزم سره مبارزی پولیس، په ننګرهار کی د یو چاودیدونکی موتر د چاویدو مخه ونیوله.


د آوا د خبر له مخی، تروریستان قصد درلود چی د یو چاودیدونکی موټر څخه په ګټی اخیستنی سره یو انتحاری مرګباره برید د ننګرهار په ولایت کی سازماندهی کړی چی ددی برید مخکی، چاودیدونکی موټر کشف او خنثی سو.
دا موتر چی په هغه کی د سل کیلوګرامه څخه ډیر چاودیدونکی تومی ځای پرځای سوی دی، په یو خاص عملیات کی د داخلی وزارت تروریزم سره مبارزی خاصو پولیسو له خوا د ننګرهار غنی خیل ولسوالی مربوطاتو کی کشف او خنثی سو.
تروریستان په دی آخیرو کی ډیر تلفات د هیواد په بیلابیلو ګوټو کی لیدلی دی او غوښتله چی ددی تروریستی برید په واسطه دا تلفات جبران کړی چی خوشبختانه د تروریزم سره مبارزی ملی پولیسو ځواکونو په واسطه دا تروریستی برید خنثی سو.


د مطلب کود: 140642

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140642/په-ننګرهار-کی-د-یو-تروریستی-برید-څخه-مخنیوی

آوا
  https://www.avapress.com