کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د حقاني ډلې دوه قومندانان ووژل شول

21 حمل 1396 ساعت 10:39

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایې چې په دې ولایت کې د هوایي برید په پایله کې د حقاني ډلې دوه لوړپوړي قومندانان ووژل شول.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د غزني امنیه قومندان ، جنرال امین‎الله امرخېل وایې چې د هېواد هوایي ځواکونو په برید کې تېر مازدیګر(شنبې د وري۱۹مه) د مولوي رشید او ملا محمدګل وژل شوي دي.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې برید د غزني ولایت په ګېرو ولسوالي شوی دی.
د نوموړي په خبره، په دې برید کې د حقاني ډلې له وسلو ډک یو موټر هم له منځه تللی دی.


د مطلب کود: 140648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140648/غزني-کې-د-حقاني-ډلې-دوه-قومندانان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com