دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 140650
مک‎کین پر سوریې د نورو هوايي بریدونو غوښتونکی شو
امریکايي سناتور، جان مک‎کین ویلي دي چې په سوریې کې د تاوتریخوالیو پای‎ته رسوَلو لپاره د امریکا متحده ایالاتونو لخوا پر دې هېواد لا ډېرو هوايي بریدونو ته اړتیا ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، نوموړي د عراق په موصل او د سوریې په رقې ښار کې د داعش ډلې پر پټنځایونو پر بریدونو ټینګار کوي.
ده زیاته کړې ده:"موږ باید په موصل او رقې کې بریدونه پیل کړو او اروپا او امریکا ته د ترهګرو له تلو مخنیوی وکړو. ولسمشر لومړی ګام په سمه پورته کړ او ښایې چې امریکا یې ملاتړ وکړي."
له بلې خوا دې امریکايي سناتور د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د امریکا تېرو او د فرانسې راتلونکو ټاکنو کې د لاس‎وهنې پر هڅو تورن کړ.
مک‎کین وړاندې وویل:"ولادمیر پوتین هڅه وکړه چې د امریکا د ټاکنو پایلې بدلې کړي. که دې کار کې بریالی شوی وی نو دا به ډموکراسۍ ته لوی ګوزار وه. پوهېږو چې دی غواړي د فرانسې په ټاکنو کې هم لاس‎وهنه وکړي. او په اوکراین کې هم وژنې دوام لري."
له اوکراین څخه د کریمیه ټاپووزمې بيلوالي او له روسیې سره یې یو ځای کېدل لا هم د واشنګټن او مسکو ترمنځ اختلاف لامل دی.
مک‎کین د اوکراین پر وړاندې د روسیې پر سیاست نیوکه وکړه.
ده پوتین د "کې جې بي" یو افسر وباله چې غواړي د روسیې امپراتوري جوړه کړي.
امریکايي سناتور څرګنده کړه:"پوتین د کې جې بي یو افسر دی چې د اوکراین څخه د کریمیې نیولو سره د بودپست هوکړې خلاف یې خپله خاوره کړه او غواړي د روسیې امپراتوري جوړه کړي. هغه په نیک نیت شوې هوکړې په پام کې نه نیسي."
https://avapress.com/vdcbsgb8grhba0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته