دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 140705
اداري فساد او روانه جګړه د افغانستان لپاره ویجاړوونکي دي
په افغانستان کې د کانادا سفیر وايي، چې اداري فساد او روانه جګړه دواړه په یوه اندازه د افغانستان لپاره ویجاړوونکي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په کابل کې د کانادا سفیر کینت نیفلد وویل، چې سولې او ثبات او اقتصادي ودې ته د افغانستان د رسیدو لپاره په کار ده، چې په کابل کې جدي کارونه وکړي.
ده وویل، چې هېواد یې له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
د نوموړي په وینا؛ د سولې او ثبات لپاره په افغانستان کې له اداري فساد سره جدي مبارزې ته اړتیا ده.
هغه د افغان حکومت پر وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ، چې سولې ته غاړه کیدي.
نوموړي زیاته کړې، چې فساد باید پای ومومي او پوهنیزې او اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
کانادا په دوه زره شپاړسم کال کې د وارسا په غونډه کې تر دوه زره شلم میلادي کال پوري ژمنه وکړه، چې له افغان ځواکونو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
دغه راز کانادا په افغانستان کې د افغان میرمنو د اقتصادي ودې لپاره هم کار کوي؛ خو سفیر یې وايي، چې افغان حکومت له قوي دښمن سره مخ دی.
کینت نیفلد – په ډاګه کړې، چې مونږ هم د افغانانو په رهبرۍ د سولې له بهیر څخه کلک ملاتړ کوو. دا مهمه ده، چې وسلوال پخپلو ویجاړوونکيو کارونو پوه شي؛ ځکه، چې راتلونکې نلري او باید د سولې خبرو ته حاضر شي. دوی باید د افغان دولت له ملاتړو هېوادونو سره خبرې وکړي او وسلې پر ځمکه کیدي او د افغانستان په ودانولو کې ونډه واخلي.
دغه کانادايي دیپلومات څرګنده کړې، چې د افغانستان امنیتي وضعیت د دیوالونو تر شاه په سفارت کې ایسار کړي او د باندې د سفر اجازه هم نه لري.
هغه وایي، په افغانستان کې ډېر فرصتونه شته او یا هم د سیمې په کچه؛ خو یوه باثباته افغانستان ته اړتیا ده. هیڅ هېواد نه شي کولي اقتصادي ځواک تر لاسه کړي؛ پرته له دې، چې تولیدي توکي یې د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ولیږل شي.
دغه کانادايي ديبومات ټينګار کوي، چې اداري فساد یوه سرطاني دانه، چې د افغانستان ټولې سرچینې زبیښي. هغه وویل، چې د کانادا په کابینه کې د افغان کاناډايۍ میرمنې مریم منصف غړیتوب د افغانانو د رول څرګندونه کوي.
https://avapress.com/vdccxxqsp2bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته