دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 140869
په هېواد کې د ترهګرو پر ضد د سترو پوځي عملیاتو پیل
د ملي دفاع وزیر چې له یو شمېر جنرالانو سره د هېواد د لویدیځو سیمو د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره هرات ولایت ته تللی وایي په دغو سیمو کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د خالد په نوم عملیات پيل شوي او دا عملیات به د هېواد په نورو سیمو کې هم پيل شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي پرون چهارشنبې(د وري په ۲۳ مه)د هېواد له ولوېدیځ ولایت هرات څخه د لیدو پر مهال وویل چې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه ملي پوځ په ځانګړو تجهیزاتو او د هوايي ځواکونو له ملاتړ سره د هېواد په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر پټن ځایونو یرغل کړی او ډېر ژر دغه عملیات د هېواد په ګوټ ګوټ کې به پيل شي.
د ملي پوځ دغه لوړپوړی چارواکی له ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه غواړي چې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د ملي دفاع وزیر چې له یو شمېر جنرالانو سره د هېواد د لویدیځو سیمو د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره هرات ولایت ته تللی وایي په دغو سیمو کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د خالد په نوم عملیات پيل شوي او دا عملیات به د هېواد په نورو سیمو کې هم پيل شي.
نوموړی زیاتوي سږ کال افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال او پیاوړي شوي او د ترهګرو د خپلو لپاره به له دغو توانمنیو کار واخلي.
د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي وویل:«زموږ ټول چمتووالی نیول شوی او موږ د خالد عملیاتو د لپاره بشپړ چمتو یوو،ټول سرتېري چمتو دي ترڅو له هېواد څخه دفاع وکړي،زه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې ملي پوځ د ترهګرو د ځپلو لپاره چمتو دی او هغه کسان چې په افغانستان کې د ناامنیو په لټه کې دي هغوی ته به ماته ورکړي.»
د ملي دفاع وزیر چې په هرات کې یې د ملي اردو په مرکز کې خبرې کولې د ملي پوځ په ادارو کې له فساد سره د مبارزې لپاره د اصلاحاتو د پيلولو خبره کوي او وايي له دې وروسته به اجازه ورنه‎کړي چې ځینې کړۍ د ملي اردو له امکاناتو ناوړه استفاده وکړي.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه:«موږ د فساد په وړاندې پیاوړی هوډ لرو،او د هغو کسانو په وړاندې چې په امنیتي بنسټونو کې په فساد لاس پورې کوي په جدي توګه به مبارزه وکړو،موږ به هغوی په ګوته او عدلي او قضايي بنسټونو ته به یې معرفي کړو.»
له بلې خوا د ۲۰۷ ظفرقول اردو قوماندان وايي افغان ځواکونه د هېواد د لویدیځ په څلورو ولایتونو کې د ترهګرو په ځپلو بوخت دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال امان الله مبین په دې اړه وویل:«د ملي پوځ ځواکونه د لویدیځې حوزې ولایتونو کې د هېواد د لویدیځو هېوادونو له چارواکو سره په همغږۍ کې په تېر کال کې یې د ترهګرو د ځپلو لپاره څه باندې ۱۰۰ عملیات ترسره کړل.»
د ملي دفاع وزیر په داسې حال کې له فساد سره د مبارزې او په پوځ کې د اصلاحاتو د پيلولو خبره کوي چې په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان د افغانستان په پوځ کې د فساد او د ناسالمې مشرۍ په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره دا د هېواد لویې ستونزې بولي.
https://avapress.com/vdcd9z0fnyt0oj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته