کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حلیمي:

د پاکستان د جمعیت العلما د مشر فضل الرحمن څرګندونې له زهرو ډکې دي

25 حمل 1396 ساعت 10:11


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان د عالمانو شورا د دغه هېواد په اړه د پاکستان د جمعیت العلما مذهبي د مشر فضل الرحمن څرګندونې له زهرو ډکې وبللې.
فضل الرحمن د خپلو خبرو په دوام یو ځل بیا ویلي، چې د افغان ځواکونو په خلاف؛ ځکه جهاد روا دی، چې په دغه هېواد کې بهرني سرتېري پراته دي.
د افغانستان د د ینې عالمانو سراسري شورا ویاند محمد قاسم حلیمي وايي، چې د فضل الرحمن څرګندونې د پاکستان د هغه حکومت په نغوته(اشاره) شوي، چې د انګلیس لخوا رهبري او انګلیسي قوانین په کې پلي کیږي.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا وايي؛ فضل الرحمن غواړي، چې د خلکو په منځ کې اختلافونو ته لمن ووهي.
د افغانستان د دیني عالمانو شورا غړی بابه جان سیغاني وایي، همد اوس امریکايي سرتېري په پاکستان کې پوځې هډې لري او پاکستان هم خپلواک نه دی.
د افغانستان د عالمانو شورا د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان سیاستګر د دیني عالمانو په جامه کې د استخباراتو په لارښوونه د افغانستان په خلاف څرګندونې کوي.


د مطلب کود: 140921

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140921/د-پاکستان-جمعیت-العلما-مشر-فضل-الرحمن-څرګندونې-له-زهرو-ډکې-دي

آوا
  https://www.avapress.com