دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 140971
د ستر غیر اټومي بم کارول د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی
د ننګرهار په اچین ولسوالې کې د داعش پر مرکزونو د امریکا د تر ټولو ستر بم د کارونې په غبرګون کې، چې ویل کیږي یوولس ټنه وزن یې درلود او د بمو مور نومیږي، بېلا بېل غبرګونونه را پارولي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د افغانستان پر خاوره د امریکا تر ټولو د ستر غیر اتومي بم کارول پر کلکو ټکو غندم؛ ځکه، چې دا کار د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی. دا برید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نه، بلکې د امریکایي ګنوژنکیو وسلو د ازمويښت لپاره د افغان خاورې کارول دي.
د ولسي جرګې غړی احمد شاه رمضان هم د امریکا دغه برید له ترهګرۍ سره مبارزه نه، بلکې روسیې ته د امریکایي ځواک ښودنه ګڼي.
د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخېل څرګنده کړې، چې دغه ستر بم نه یوازې د داعش د له منځه وړلو لپاره کارول شوی، بلکې د هغو هېوادونو وېرول هم دي، چې د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه کوي او د جګړې د غزولو لپاره یې د وسلوالو مخالفینو تمویل او تجهیز ته هم غاړه ایښې ده.
په اچین کې د امریکا د غیر اتومي؛ خو تر ټولو ځواکمن بم له کارونې د افغان وګړیو تند غبرګون هم را پارولی دی.
کابل ښاری سید کمال کټوازی وایي، امریکا ولې د افغانستان د دفاع وزارت له لارې دا کار نه کوي، چې ناڅاپه یې تر سره کوي.
د کابل یو بل ښاري ارشاد ایماق وایي، یوازنۍ وسیله ، چې کولی شي ترهګر له منځه یوسي؛ همدا درانده بمونه دي.
امریکا د افغانستان په ختیځ کې د داعش پر پټنځایونو په داسې حال کې دغه ستر هوايي برید کړی، چې نن په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه غونډه روانه ده.
https://avapress.com/vdchqvnzz23nkwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته