کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزي په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حمل 1396 ساعت 9:15


پخواني ولسمشر حامد کرزي تیر ورځ په افغانستان د روسیې له سفیر سره وکتل.

د صدای افغان خبری آژانس ، د پخواڼی ولسمشر له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د شنبې مازدیګر په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي الکساندر مانتیتیسکي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغې کتنه کې د روسیې سفیر په مسکو کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د هغې غونډې معلومات حامد کرزي ته وړاندې کړل کومه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره جوړه شوې وه.

حامد کرزي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د روسیې د ابتکار ملاتړ وکړ او هغه یې وستایه.

د خبرپاڼې په وینا، همدارنګه د هېواد پخواني جمهور رئیس د افغانستان د ستونزې د حل لار د سولې بین الافغاني خبرې وبللې او جنګ او د وسلو استعمال یې د افغانانو په زیان وباله.

حامد کرزي هیله وښوده چې مسکو په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.


د مطلب کود: 141026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141026/کرزي-په-افغانستان-کې-د-روسیې-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com