دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 141043
په کندوز کي خالد نومي پوځی عملیات پيل شول
د کندوز امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې په کندوز کي خالد نومي پوځی عملیات پيل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د کندوز امنیه قومندان جنرال عبدالحمید حمید وایي، دا عملیات پرون له غرمي وروسته د کندوز ښار په څنډو کې پیل شوي، چې تراوسه په کې لس وسلوال وژل شوي او ۱۵ نورټپیان دي.
هغه زیاتوي، دا عملیات له ښاره ولسوالیو ته هم غزیږي او په لړ کې به یی د کندوز ټول ولایت له وسلوالو طالبانو پاک شي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdci5zazpt1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته