کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کي ۲ ټنو ځانمرګي وژل شوی دي

27 حمل 1396 ساعت 16:52

ننګرهار چارواکی وايي، په دی ولایت کې د وسله والې ډلې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوی.


د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، دغه ځانمرګي موخې ته له رسېدو وړاندې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
هغه ویلی، د یاد بریدګر د یکشنبه په ورځ ددی ولایت د اچین ولسوالۍ په بانډر سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
سیمه ییز امنیتي چارواکي زیاتیوی، وسله والو داعش دغه دوه تنو ځانمرګو په یوه ډاټسن موټر کې چاوېدونکي توکي ځای پر ځای کړی و.
خو تر وسه وسله والو داعشیانو په دی اړه څه ندی ویلی.


د مطلب کود: 141077

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141077/ننګرهار-ولایت-کي-۲-ټنو-ځانمرګي-وژل-شوی-دي

آوا
  https://www.avapress.com