کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حمل 1396 ساعت 9:05


په پلازمينې کابل کې لږ تر لږه دوه کسان د یوې چاودنې په ترڅ کې ټپیان شوي.

د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، پیښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د لومړی امنیتي حوزې اړوند په سیمه کې شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شو کله چې یوه مقناطیسي ماین چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و وچاودید.

د چارواکو په وینا، دغه ماین د ملي شورا د لوژستیک په یوه موټر کې ځای پرځای شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونی په پلازمینې کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

د کابل امنیه قومانداي په وینا دغه پېښه د دویمې امنیتي حوزې مخې ته د دفاع وزارت تر څنګ هغه وخت رامنځته شوه چې یوه پلي انتحاري د مامورینو د رخصتۍ په وخت کې پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو ته چاودنه ورکړه.


د مطلب کود: 141096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141096/کابل-ښار-کې-چاودنې-دوه-تنه-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com