دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 141102
حامد کرزی پخپله د امریکا لاسپوڅی و او له امکاناتو یې ګټه پورته کړې
د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال وایي، چې حامد کرزی پخپله د امریکا لاسپوڅی و او د هغه هېواد له ټولو امکاناتو حتا له ساتونکیو یې هم ګټه پورته کړې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، حامد کرزي د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم استعمال ته توند غبرګون وښود؛ خو د هغه دا دریځ په مشرانو جرګه کې له نیوکو سره مخ شو.
د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال محمد آصف صدیقي په اچین ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم استعمال ته د حامد کرزي د څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه کړې، چې ولې یې په هغه مهال کې د امریکا پر وړاندې توند دریځ ونه نیوه، چې د هغه هېواد په الوتکه کې د واکمنۍ لپاره راولیږدول شو؟
د هغه په وینا، اوس د حامد کرزي شخصي غوښتنې مطرح شوي او غواړي ځان رښتینی مشر او ملي وښيي.
د مشرانو جرګې غړی داوود غفاري وایي، چې اوسنی حکومت پخپله کرزي بې ثباته کړی او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې سلګونه طالب زندانیان خوشې کړي، چې نن د حکومت او خلکو په وړاندې جنګیږي.
دغه راز په کابل کې معترضانو د امریکا لخوا د ستر بم استعمال خپلو حریفانو ته د زور ښودلو هڅه وګڼله.
د افغانستان د ملي پیوستون ګوند ویانده سیلۍ غفار هم د حامد کرزي دې څرګندونو په غصه کړې او وایي؛ حامد کرزی دې پوه شي، نور خلک غولولی نشي.
د هغې په وینا؛ همدا کرزی و، چې امریکایانو راوست او اوس غواړی خلکو ته ځان د امریکایانو د دښمن په توګه څرګند
کړي. د سیاسي چارو کارپوه عبدالحمید صفوت په دې باور دی، چې حامد کرزی له دې لارې غواړي راتلونکیو ټاکنو ته لار اواره کړي.
د شنبې په ورځ حامد کرزي په اچین ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم پر کارولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ملي وحدت حکومت مشران د خلکو استازي نه دي او غواړي، چې امریکا له خپل هېواد وباسي.
https://avapress.com/vdce7z8zwjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته