کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني احمدضیا مسعود له دندې لېرې کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 حمل 1396 ساعت 8:25


جمهوري ریاست وايي ولسمشر محمد اشرف غني په اصلاحاتي چارو او ښې حکومتولۍ کې خپل فوق العاده استازی احمدضیا مسعود لېرې کړ.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)د بلخ والي‌ عطا محمد نور له اجرایي‌ رئیس عبدالله عبدالله نه غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.​

ښاغلي‌ نور په خپل رسمي‌ فیسبوک کې لیکلي‌ چې عبدالله عبدالله هم د جمعیت اسلام له ادرس نه حکومت ته داخل شوی دی او باید په دې اړه توضیحات ورکړي.

ارګ د یوې اعلامیې له لارې د ښاغلي مسعود د لېرې کېدو خبر خپور کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي " ولسمشر، احمدضیأ مسعود له دې امله چه د اصلاحاتو په راوستلو کي بریالی نه و، له دندي لېري کړ".

خو تر اوسه په خپله احمد ضیا مسعود په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

احمدضیا مسعود، چې د شمالي ټلوالې د مخکني جهادي قومندان احمد شاه مسعود ورور دی، د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشر غني کلک ملاتړی و.

ښاغلی مسعود د جمعیت ګوند، چې عبدالله عبدالله او عطا محمد نور یې مخکښ غړي دي، غړی هم دی.


د مطلب کود: 141160

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141160/ولسمشر-غني-احمدضیا-مسعود-له-دندې-لېرې-کړ

آوا
  https://www.avapress.com