دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 141166
د سرپل ولایت صیاد ولسوالی کی د ۱۱ مسلح مخالفانو وژل کیدل او ټپیان کیدل
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی؛ محمد ظاهر وحدت؛ د سرپل ولایت والی د نن ماسپښین څخه مخکی( دوشنبه ۲۸ حمل) په یو خبری ناسته کی وویل: د ۴۸ تیرو ساعتونو په لړ کی طالب شورشیان د دری برخو څخه د میرزا ولنګ سیمی باندی یو درانده برید ترسره کړه چی خوشبختانه د امنیتی سخت مقاومت سره مخ سو.
ښاغلی وحدت زیاته کړه: د طالب شورشیانو او امنیتی ځواکونو نښتی په ترڅ کی، ۸ شورشی د قاری خیبر په شمول چی په معاذ باندی مشهوره دی او ددی ډلی یو مشهور قوماندان دی وژل سوی او ۳ تنه نور هم ټپیان سوی دی.
همدارنګه امنیتی ځواکونه د خلګو غورځنګ سره ددی سیمی څخه دفاع کړی او هغوی په شا تومبولی دی.
هغه زیاته کړه: په دی نښته کی د خلګو غورځنګ یو تن شهید او څلور تنه نور دیو امنیتی سرتیری په شمول سطحی ټپیان سوی دی.
د سرپل والی، د جنګ په سیمو کی د خوراکی توکو د بیو ډیریدو په لړ کی وویل: که څه هم تر اوسه امنیتی ځواکونه د عملیاتو په لړ کی د خوراکی توکو د لیږد مانع و چنګ سیمو ته نه دی سوی، خو جنګ خپل مشکلات لری او بیله شکه ډیر زیان ملکی او بیګناه خلګ وینی. خو هڅه کوو چی دا سیمی په ډیر لنډ وخت کی تصفیه او تلاشی سی ترڅو خلګ خپل ژوند ته په ارامه سره ادامه ورکړی.
ښاغلی وحدت، په دی خبری ناسته کی وویل، د داعش تروریستی ډلی له خوا د درو ښځو او یو کوچنی تیرباران کیدنه چی هغه دوی شیطان او درنده حیوان صفته وبلل، د صیاد ولسوالی بیلانغور سیمی کی په شدیدو الفاظو سره محکوم کړی او زیاته کړه: ددی خبری اوریدل په شدت سره ولرزولم او دا عمل شکاره کوی چی داعش په هیڅ اصل او ارزښ پوری پایبند نه دی.
د سرپل والی ددی حادثی په اړه معلومات ورکړ او زیاته کړه: د امنیتی او کشفی ګزارشاتو له مخی چی موږ ته رسیدلی دی، شهیدان چی کوچنۍ هم په کی شامل دی ددی وحشیانو له خوا تیرباران سوی دی او د بل روایت له مخی هغوی د دشمن هاوان په واسطه په شهادت رسیدلی دی.
له بل لوری ښاغلی وحدت د سرپل ولایت ټولو شرافتمندو خلګو څخه وغوښتل چی ددشمن داسی بیرحمانه عمل په مقابل کی خاموش او چوپ پاته نه سی، مخکی او مخکی د امنیتی ځواکونو سره مرسته وکړی.
https://avapress.com/vdcepz8zpjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته