د افغانستان مرستیال ولسمشر وايي، امریکا او نړیواله ټولنه به په پوره قوت سره له افغان حکومت نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د سرور دانش له دفتره خپره شوې اعلامیه وايي، نوموړي دا څرګندونې پرون کابل کې د ناروې له سفیرې ماري سکاري سره په کتنه کې وکړې.
د اعلاميې له مخې سرور دانش د ناروې سفیرې ته ویلي چې د انتخاباتو د نېټې د اعلان لپاره تخنیکې پروسه په ختمېدو ده او ډېر ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان شي.
د کابل لپاره د ناروې سفیرې ژمنه وکړه چې هېواد به يې له نړیوالې ټولنې سره یوځای له افغان حکومت او افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)