کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسعود: د ولسمشرغني پریکړه بې ثباتۍ او کورنیو جګړو ته لار هواروي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 حمل 1396 ساعت 12:16


د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ګوښه کړل شوی سلاکار احمد ضیا مسعود وايي، ولسمشر یې له دندې د ګوښه کولو حق نه لري او ګواښ وکړ چې د ولسمشر بې ثباتۍ او کورنیو جګړو ته لار هواروي.

د صدای افغان خبری آژانس (آوا)، ښاغلي مسعود نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې له دندې د ګوښه کولو په اړه یې له هغه سره نه ده شوې او زیاته کړه چې هیله ده ولسمشر غني خپل فرمان بېرته واخلي.

د ښاغلي مسعود په وینا، د ملي وحدت حکومت له ټولو سیاسي ډلو جوړ دی او د کتبي هوکړوپر بنسټ هیڅ ډله بله نه شي عزلولی.

ولسمشر غني تیره ماښم په يوه فرمان کې د ښاغلي مسعود له دندې د ګوښه کېدوه خبره خبرورکړ، خو په فرمان کې نه ده روښانه شوې چې ولې ښاغلی مسعود ګوښه شوی دی.

په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي “ولسمشر، احمدضیأ مسعود له دې امله چه داصلاحاتو په راوستلو کي بریالی نه وو، له دندي لېري کړ.”

احمدضیا مسعود د افغانستان د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د زلمي رسول لومړی مرستیال و خو ښاغلي رسول په دویم پړوا کې له عبدالله عبدالله څخه او ښاغلي مسعود له محمد اشرف غني څخه ملاتړ کړه.


د مطلب کود: 141191

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141191/مسعود-د-ولسمشرغني-پریکړه-بې-ثباتۍ-او-کورنیو-جګړو-ته-لار-هواروي

آوا
  https://www.avapress.com