دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 141195
بادغیس ولایت به هم د پوهنتون د ودانۍ څښتن شي

د بادغیس والي الحاج محمد انور اسحق زي د لوړو زده کړو وزارت د یوه پلاوي او د ولايتي ادارې د يو شمېر غړو په ملتيا د دغه ولایت لپاره د پوهنتون د ځمکې د تثبیت لپاره پرون څو سیمې ولیدلې؛ څو هلته د پوهنتون ودانۍ جوړه شي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلی اسحق زی وایي: د دغه پوهنتون د ځمکې له تثبیت وروسته به سمدستي د کرنې پوهنځي لپاره درسي خونې جوړې شي او تر هغې وروسته به بیا د نورو برخو لپاره درسي خونې ورغول شي.
د اسحق زي په خبره په بادغیس کې د پوهنتون د ودانۍ د نشتون له امله د دغه ولایت ډیری محصلین له ستونزو سره مخ و، او د یاد پوهنتون د ودانۍ په جوړېدو سره به په دې برخه کې د محصلینو ستونزې هوارې شي.
د بادغیس د والي د پرله پسې هڅو په پایله کې د لوړو زده کړو وزارت ورسره ومنله چې په دغه ولايت کې د پوهنتون لپاره باید ودانۍ جوړه شي.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ژمنه وکړه چې د پوهنتون د ځمکی له تثبیت سره به سم دغه وزارت هڅې وکړي چې د پوهنتون پاتې پوهنځۍ هم جوړې کړي.
په دی لیدنه کی د ولایت مقام سلا کارخالد صافي هم ګډون درلود
د یادولو وړ ده چې دمګړۍ د بادغیس ولایت پوهنتون د کرنې، اقتصاد او ښوونې او روزنې پوهنخي لري چې پکې د ۷۱ نجونو په ګډون ۶۵۶ تنه محصلین پر زده کړو بوخت دي او د روان کال په ترڅ کې به دغه شمیر ۱۵۲۶ تنو ته ورسیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyq9qnak9tq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته