کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت: د ننګرهار په بمي برید کې د داعش ۱۳ مهم قوماندانان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 حمل 1396 ساعت 10:52


د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت اړوند په اچین ولسوالی کې تیرې اونی په بمي برید کې د داعش وسله والو ۱۳ تنه مهم قوماندانان وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند ښاغلي محمد رادمنش وایي، په وژل شویو کې د تاجکستان، هندوستان، او پاکستان وګړي شامل دي.

په همدې حال کې هندي رسني وایي، په دغه برید کې په مجمومع توګه ۱۳ تنه هندي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو تیره اونی په یاد ولایت کې د داعش وسله والو پر خلاف تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړي.

دغه زورور بم جي بي یو-۴۳ نومیږی د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې د ننګرهار په اچین ولسوالی کې د داعش وسله والو پر تونلونو او غارونو یوه شبکه غورځول شوی.

چارواکي مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۹۴ وسله وال د یو شمیر قوماندانانو په ګدون وژل شوي.


د مطلب کود: 141247

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141247/ملي-دفاع-وزارت-د-ننګرهار-په-بمي-برید-کې-داعش-۱۳-مهم-قوماندانان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com