دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 141249
د سناتورانو سخت عکس العمل د احمدضیاء مسعود په ګوښه کیدو سره:

ولسمشر قومی چلند او شخصیت کشی کوی

ولسمشر قومی چلند او شخصیت کشی کوی
احمدضیا مسعود وایی چی د ولسمشر دا اقدام د خلګو ترمنځ د نفاق لامل ګرځی او د هیواد وضعیت به بحرانی کړی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرله مخی، احمدضیاء مسعود، د ولسمشر فوق العاده نماینده په اصلاحاتو او ښه حکومتداری کی پرون د ولسمشر له خوا په کارونو کی پاته کیدو له امله د دندی ګوښه سو.
محمد علم ایزدیار، د مجلس اول معاون چی د نن سنا مجلس مشرۍ یی په لاس درلوده، وویل: بدبختانه حکومت د داخلی اختلافاتو څخه رنج وړی او دا اختلافونه حکومت د وخت په تیریدو سره خرابوی.
ښاغلی ایزدیار په دی بیان سره چی اختلافونه ډیر د هیواد په ګټه نه دی، زیاته کړه: د ملی وحدت دواړه مشران دنده لری چی د احمدضیاء مسعود د ګوښه کیدو په اړه توضیح ورکړی، دواړه مشران مساوی ډول سره مسوول او مقصره دی.
هغه ښاغلی مسعود او ملاتړکوونکی یی په خویشتنداری دعوت کړ او وویل: د حکومت مشران باید د شخصیت کشی په لټه کی نه وی.
ګلالی اکبری د سنا مجلس غړی پر ښاغلی مسعود باندی د کار پاتیتوب تور د ولسمشر له خوا شخصیت کشی وبلل او وویل: د لوړو مقاماتو لیری کول د دندی څخه یو په بل پسی د خلګو باور پر حکومت باندی کموی.
آغلی اکبری زیاته کړه چی داسی چلندونه د هیواد شخصیتونو سره د عقدی لامل ګرځی او د جنجال رامنځته کوونکی دی.
داوود غفاری، د سنا مجلس بل غړۍ وویل: حکومت د سیاسی توافق په اساس منځته راغلی دی، که ښاغلی مسعود توان نه درلودی نو ولی جذب سو، خپله ولسمشر کوم توانمندی لری؛ بیله دی چی فساد قانونمنده کړی او خپل په لاس کی نیولی دی.
ښاغلی غفاری دی ته په اشاری سره چی حکومت په یواځیتوب سره نه جوړیږی زیاته کړه: دداسی شخصیت کشیو څخه باید ډډه وسی که نه نو د هیواد وضعیت به خراب سی.
هغه همدارنګه د سنا مجلس څخه وغوښته چی په دی برخه کی د ولسمشر سره مشوره وکړی او هغه پوه کړی چی داسی چلند هیواد د خلګو په ګټه کی نه دی.
زلمی زابلی، د زابل خلګو نماینده په سنا مجلس کی هم د ولسمشر څخه په نیوکی سره وویل چی ارګ په شکاره ډول سره د قضایاوو سره قومی چلند کوی او دا به وضعیت ترهغه هم بحرانی کړی.
ښاغلی زابلی د مسعود د برکناره کیدو په اړه وویل: ښاغلی احمدضیاء مسعود یو شخصیت وو. که په خپل کارکی بریالی نه وو باید توصیه او یا اخطاریه ورکړل سوی وای. هغه ټینګار وکړ چی د ولسمشر او اجرایی رییس مشاوران چی ډیرۍ یی مطلق بی سواده دی، ولی نه ګوښه کیږی.
رحیم حسن یار، د غزنی نماینده په سنا مجلس کی په دی بیان سره چی د افغانستان حکومت د شخص محوری په اساس منځته راغلی دی، نه سیستم محوری، وویل: کسان یو ورځ سره تفاهم کوی او بله ورځ سره نښته کوی. په دی منځ کی یواځی خلګ دی چی زیان وینی.
هغه د ولسمشر څخه وغوښته چی په صد راسی او د افغانستان واقعیتونو په پوهیدو سره تصمیم ونیسی.
له بلی خوا سناتوران وایی چی ولسمشر په هیواد کی د مقاماتو د استخدام او ګوښه کیدو صلاحیت لری.
جمعه الدین ګیانوال، د سنا مجلس غړۍ وویل: حکومت د چا شخصی مالکیت نه دی؛ هر څوک چی بی کفایته وی، ګوښه دی سی. مقرره کول او ګوښه کول د دولت دنده ده.
ښاغلی ګیانوال د ولسمشر څخه وغوښته چی نور بی کفایته کسان هم د دندی څخه ګوښه کړی.
په دی سره، احمدضیا مسعود خپل ګوښه کیدل د ولسمشر له خوا مضحک نمایشنامه او په نتیجه کی د فاسدو حلقاتو فشار او د ارګ انحصار طلبی د فاشیستی نظریو سره وبلل.
ښاغلی مسعود وویل چی هغه د کتبی تفاهم په اساس په دی سمت باندی په دنده ټاکل سوی دی او ولسمشر دهغه د ګوشه کیدو قدرت او توان نه لری. هغه همدارنګه د ولسمشر څخه غوښتی دی چی خپل فرمان بیرته واخلی.
https://avapress.com/vdcgtq9qyak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته