کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پغمان کې د یوه ډله‎ییز قبر را سپړل

30 حمل 1396 ساعت 11:22

د دوشنبې په شپه د پغمان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په یوه بڼ کې سره راغونډ شوي وو او یو قبر یې کیندلی چې اته تنه په‎کې خښ شوي وو.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ دوشنبې(د وري په ۲۸ مه)په دغې ولسوالۍ کې یو ډله‎ییز قبر پیدا شو،خو د کابل پولیس په دې اړه خپل لیدلوری نه شریکوي.
د دوشنبې په شپه د پغمان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په یوه بڼ کې سره راغونډ شوي وو او یو قبر یې راسپړه چې اته تنه په‎کې خښ شوي وو.
څوک حاضر نشول چې په دې اړه د کمرو په مخکې څه ووايي.
د پغمان ولسوال هم د کمرې په مخکې له څه ویلو ډډه وکړه.
خو په تلېفوني اړیکه کې په یو ډول تاییدوي چې تېره شپه په دې سیمه کې یوه پېښه وشوه.
د پغمان په هره برخه کې خلک په دې پېښه خبر دي خو له وېرې څه نه وايي.
تراوسه روښانه نه ده چې دغه ډله‎يیز قبر په کوم پړاو پورې اړه لري، خو ظاهراً امنیتي ادارو په دې اړه خپل کار نه دی پیل کړی.


د مطلب کود: 141255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141255/په-پغمان-کې-د-یوه-ډله-ییز-قبر-سپړل

آوا
  https://www.avapress.com