دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۴
د مطلب کود : 141300
دولسمشر پر استفعا او لنډمهاله حکومت په رامنځته کېدو دمسعود تینګار
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر غني د پخواني استازي ویاند رحمت الله بېژن پور وايي چې په څو راتلونکو ورځو کې سیاسي مشران د یوه لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په اړه او همدارنګه د ولسمشر د استعفا او د ټاکنو د ژر ترسره کېدو په اړه به پرېکړه وکړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ښاغلی بېژن پور وايي چې د مسعود له ګوښه کېدو څخه وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ساتونکو کاري دفتر ته د دغه بنسټ د کارکوونکو مخنیوی کړی او اوس دغه کارکوونکي په بې برخلیکۍ کې پاتې دي.
ښاغلي بېژن پور د سیاسي مشرانو د غونډې په اړه وویل:«ټینګار یې دا وه چې ټاکنې ژر تر ژره ترسره شي،د ولسمشر استفعا او د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدل،خو دوه درې سترې غونډې چې په مخکې لرو او نورې مشورتي غونډې هم ترسره کېږي او له یوې هوکړې وروسته پرېکړه کوو.»
په داسې حال کې چې احمدضیامسعود د جمعیت اسلامي مرستیال دی، خو د جمعیت اسلامي یو شمېر غړو نوموړی د ملي یووالي په حکومت کې د دغه ګوند استازی نه باله او وايي د دې ګوند غړي په هېواد کې د کړکېچ د رامنځته کېدو پلویان نه دي.
د ولسي جرګې غړی ودود پیمان ویلي:«احمد ضیا مسعود په یوازیتوب پرېکړه کړې وه،له چا سره یې مشوره نه وه کړې له ولسمشر سره یې معامله وکړه،د جمعیت له خوا نه وه د کوم قوم له خوا څخه هم نه وه. او هغه کسان چې شخصي پرېکړه کوي پایله یې همداشان کېږي.»
له بلخوا د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د حکومت د نمایندګۍ کارکوونکي وايي د ولسمشرۍ ماڼۍ ساتونکي د دوی کاري دفتر ته د تلو اجازه نه ورکوي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د حکومت د استازولۍ حقوقي سلاکار حمید یوسفي په دې اړه وايي:«دوی د مُلکي خدمتونو کارکوونکي دي خو د دغو کارکوونکو په وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکو کړنه ناقانوني ده.»
خو اجرائیه ریاست وايي د ځینو امنیتي ستونزو له امله د دې ادارې کارکوونکو ته خپلو دفترونو ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي څرګنده کړه:«فرمان یوازې د ښاغلي ضیا مسعود په اړه دی او دا هغه کارکوونکي دي چې د دولت له خوا ګمارل شوي دي کولای شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي په لومړنیو ورځو کې ښايي د ځینو امنیتي ستونزو له امله وي هیله لرو چې ډېر ژر حل شي.»
په همدې حال کې په هلمند کې د مدني ټولنې یو شمېر غړي له احمد ضیا مسعود څخه غواړي چې د سیاسي شخړو د رامنځته کېدو په لټه کې دې نه‎وي.
د هلمند د مدني ټولنې غړي عبدالحق ځواکمن په ډاګه کړه:«احمد ضیا مسعود چې وايي سیاسي جنجال او جګړه رامنځته کېږي باید له خلکو څخه بښنه وغواړي.»
احمدضیامسعود له خپلې دندې له ګوښه کېدو وروسته په خبري ناسته کې له ولسمشر څخه وغوښتل د نوموړي د ګوښه کېدو حکم بېرته واخلي ترڅو هېواد له کورنۍ جګړې او سیاسي بدلون سره مخامخ نه‎شي.
https://avapress.com/vdce7z8z7jh8exi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته