کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندی برید د وسله والو په وژل کیدو سره پای ته ورسیدل

2 ثور 1396 ساعت 10:08

د افغانستان ملی دفاع وزارت مقامات د امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفینود ۲۰۹ شاهین قول اردو باندی د نښتو د پای ته رسیدو څخه خبر ورکوی.


دولت وزیری د ملی دفاع وزارت ویاند وایی چی د وسله والو په وژل کیدو، د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندی برید پای ته ورسیدل.
د هغه په وینا، د برید کوونکو څخه پنځه تنه د امنیتی ځواکونو په عملیات کی د پښو څخه وغورځول سو او یو تن بل د ملی اردو ځواکونو له خوا ونیول سو.
دا په داسی حال کی دی چی ډیرۍ رسنۍ د وسله والو وژل سوو شمیر لس تنه اعلان کړی دی.
د افغانستان ملی دفاع وزارت ددی حادثی د تلفاتو شمیر ۱۹ تنه اعلان کړی دی.
د نصرت الله جمشیدی د قول اردو مطبوعاتی معاون په وینا؛ په دی حادثه کی د ملی ځواک منسوبینو څخه ۸ کسه وژل سوی او ۱۱ تنه هم ټپیان سوی دی.
په همدی حال کی، د بلخ ولایت روغتون یو مقام چی ونه غوښته نوم یی واخیستل سی، وویل چی په دی برید کی ۱۰ تنه وژل سوی او ۴۰ تنه نور هم ټپیان سوی دی.
د هغه په وینا، ټپیان د بلخ ولایت میدان هوایی روغتون او ددی ولایت نظامی روغتون کی بستری سوی دی.
انتحاری کوونکی وسله وال قول اردو ته د داخلیدو او په دوهم دروازه کی د امنیتی ځواکونو د پیژندلو وروسته، په نښتی باندی اقدام کړی دی.
جنرال پدرام؛ د شاهین ۲۰۹ قول اردو هماهنګی قوماندان و آوا ته وویل: دوه تنه وسله وال په نظامی یونیفورم سره او دوه رنجر موټرونو سره د شاهین قول اردو قراول ته واردیږی او وایی چی د مسلح مخالفینو جنګ څخه د چمتال څخه راغلی دی. په دی حال کی هغوی د ساتونکو سره د قول اردو داخلیدو دروازی باندی په چاودنی باندی اقدام کوی.
دهغه په وینا، د مهاجمینو څخه یو تن خپل ځان په دوهم دروازه کی انتحاری کړی او نور ددی قوماندانی ته داخل سوی دی.
ویل کیږی، وسله وال ددی څخه وروسته چی د شاهین ۲۰۹ قوماندی مرکز مسجد باندی برید کوی د امنیتی ځواکونو سره نښته کوی او تراوسه نښته روانه ده.
د عینی شاهدانو په وینا، ددی برید څخه وروسته سمدستی آمبولانسونه او اردو ځواکونو طیاری د قربانیانو د لیږدولو باندی اقدام وکړ.
د هیواد د بل پولیسو اخبار په اساس یو ماین د یو روضه شریف څخه د بلخ په ولایت کی کشف او خنثی سوی دی.
دا ماین د روضه شریف د لمونځ کوونکی د وژل کیدو لپاره ځای پر ځای سوی وو.


د مطلب کود: 141394

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141394/د-شاهین-۲۰۹-قول-اردو-باندی-برید-وسله-والو-په-وژل-کیدو-سره-پای-ته-ورسیدل

آوا
  https://www.avapress.com